د دولت د رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ پیل شوه.
د ریاست الوزرا لوی دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال احمدالله متقي د یاد پروګرام موخې د کړنو او لاسته راوړنو څخه ملت او نړیوال خبرول، رسنیو ته د معلوماتي منابعو له لارې رښتني معلومات ورکول، د ملت او دولت ترمنځ د همکارۍ فضا پیاوړي کول او د منفي او پاروونکو تبلیغاتو مخه نیول یاد کړي.
نوموړي له مسوولینو مننه کړې، چې د رسنیو په شتون کې ملت ته حساب ورکوي او ویلي یې دي، چې د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره د بیان ازادۍ ملاتړ کوو او هڅه مو دا ده، چې په هېواد کې د رسنیو فعالیتونه پیاوړي کړو.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي؛ موږ یو مسولیت منونکی نظام لرو، چې ټول مسولین ملت د خپلو کړنو د راپور په ورکولو مسول دي.
نوموړي په نظام کې د رسنیو رول حیاتي بللی او ویلي يي دي، چې اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره د رسنیو ملاتړ ترڅنګ پوره همکار دی.
د دې لړۍ د پیل په لومړۍ ورځ اقتصاد وزارت ملت ته خپل حساب وړاندې کړ.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دوکتورعبدالطیف نظري ویلي؛ زموږ هڅه دا ده چې په ملي منافعو ځان بسیا کړو او له داخلي وړتیاوو ګټه واخلو او په هېواد کې دشته منابعو څخه په ګټه اخیستلو پر ځان بسیا شو.
نوموړي د نړیوالو بازارنو پیژندنه، د هېوادونو اولیت بندي، د اقتصادي لید سند درلود، د اقتصادي پرمختګ طرحه، افغانستان د یو اقتصادي موقعیت په توګه پيژندنه او د اقتصادي فعالیتونو قوت د اسلامي امارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ پیاوړي ټکې یاد کړي دي.
هېره دې نه وي چې تېر کال هم دغه پروګرام د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نوښت ترسره شو، چې د ټولو ادارو مسولینو د تېر یوه کال خپل کاري راپورونه پکې شریک کړي وو.
ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام هر کال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره کیږي، چې ټولې ادارې د تېر یوه کال د کړنو او لاسته راوړنو راپور پکې د رسنیو له لارې له ملت سره شریکوي.
دا لړۍ د زمري په اوله پیل او د دې میاشتې تر پاته به دوام ولري، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې به د تېر یوه کال حساب د رسنیو په شتون کې له ملت سره شریک کړي.

