د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته د زياتو اسانتياو برابرولو په خاطر يو طرحه چمتو کړې، چې د هېواد په ملي پارکونو او تاريخي ځايونو کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو لپاره زياتې اسانتياوې رامنځته کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې په دې پلان کې د څلورو هوټلونو جوړول او د بهرنیو سیلانیانو د لېږد لپاره د ۱۵ موټرو پېرل په پام کې نیول شوي دي.
په هېواد کې د امنيت په ټينګښت سره تفريحي، تاريخي او فرهنګي سیمو ته د کورنيو سيلانيانو د زياتوالي ترڅنګ د سلګونه بهرنيو سيلانيانو پام هم را اوښتی.
دوی له مسوولينو غواړي، چې په تفريحي ځايونو او تاریخي سیمو کې لا زياتې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د افغان تور دولتي شرکت مشر وایي، چې د پارکونو په جوړولو، د تاریخي ابداتو بیارغونه او په تفریحي او لرغونو سیمو کې سیلانیانو ته د ګڼو نورو اسانتیاوې رامنځته کولو په موخه پروژې په پام کې لري.
نوموړي د يادو پروژو د پلي کېدو لپاره د يونيسکو او اغاخان په ګډون د نړيوالو موسسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د افغان توردولتي شرکت مشر وايي، چې د بهرنیو سیلانیانو د جذب او کلتوري سیمو د ورپېژندلو په موخه به د کابل هوايي ډګر کې ۲۴ متره LED نصب او ۲۴ ساعته به د فرهنګي میراثونو ویډیوګانې نندارې ته پکې وړاندې شي.
بهرنيو سیلانیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرېږي

