ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې لوی رییس: اسلامي امارت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې

د چارو ادارې لوي رییس شيخ نورالحق انور د خيرخوا برېښنايي کمپلکس د پارکنګ او د نادر پښتون جادې د بیا رغولو پروژې د پرانستې په مراسمو کې ویلي؛ هېواد کې داسې نظام حاکم دی، چې پانګوالو او سوداګرو ته یې ښه زمینه برابره کړې او هر ډول ملاتړ یې کوي.
ښاغلي انور ویلي؛ اوس په هېواد کې داسې نظام حاکم دی، چې د خلکو له منځه راپورته شوی او ملت ته وفادار دی.
نوموړي زياته کړې؛ د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد ملي سوداګرو او پانګوالو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
خيرخوا برېښنايي کمپلکس چې شاوخوا لس زره متره مربع مساحت لري، په نهه پوړونو کې يې د ۳۳ ميليونه ډالرو په لګښت د جوړېدو چارې پیل شوې دي.