د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت کې ګډه غونډه وشوه.
دا غونډه چې د ګڼو دولتي چارواکو په ګډون پیل شوه د کورونو پر جوړولو، ښاریانو ته د ګټورو خدماتو په وړاندې کولو، د ملکیتونو په تثبیت، د ښاري پلانونو تطبیق، د کابل ښار لپاره د غوره خدماتوپه وړاندې کولو، د یو شمېر ادارتو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ او د کابل ماسټر پلان پر تطبیق نظرونه شریک او وړاندیزونه وشول.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې دا غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت، د کرنې وزارت د ځمکو برخې او د کابل ښاروالۍ د چارو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو د په نښه کولو په موخه جوړه شوه، چې په ګډه به ورته حللارې پیدا او اقدامات وشي.
دغه راز د اړوندو ادارو په ګډو او جلا کاري سیمو خبرې شوې او د هرې ادارې استازو د خپلو چارو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.
د دې تر څنګ د کابل ښاروالۍ د ناحیو او نږدې ولسوالیو په اړه هم خبرې شوې، چې ځینې نږدې ولسوالۍ د کابل ښار په ماسټر پلان کې شاملې شوې دي.
په دې غونډه کې د مولوي عبدالسلام حنفي له لوري د کور او ښار جوړولو او کرنې وزارتونو او کابل ښاروالۍ له استازو یوه ګډه کمېټه جوړه شوې، چې مشري به یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي اوپه ګډه به د یوې ټولګټې پروژې یا ښارګوټي طرحه جوړه او عملي کوي.
تر څو د خلکو د بې سرپناهۍ ستونزه تر یو بریده حل او د کار کولو زمینه برابره شي. په دې غونډه کې ټولو هغه کسانو ته د رغنیزو چارو د اجازې ورکولو خبره شوې، چې د ځمکې املاکي او تصفیوي اسناد لري او د پلان مطابق غواړي چارې ترسره کړي.

