د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزیر ځانګړي استازي سید حسین میرشفیع د ټولګټو چارو له سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا محمد عیسی ثاني ویلي، چې افغانستان او ایران دوه ښه ګاونډي، دوست او وروڼه هېوادونه دي.
نوموړي د ترانسپورټي او ټرانزیټي زېربناوو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی.
دغهراز دواړو لورو د ابونصر فراهي (۷۸ میل) سړک د پاتې چارو بشپړولو، د ورېښمو د دویم پل جوړولو، د دوغارون ۵۰۰ متره سړک-چې له وړاندې د ایران هېواد له لورې جوړ شوی د نیمایي لګښت ورکړه- د ورېښمو دویم پُل د جوړولو په داوطلبۍ کې د دواړو هېوادونو د ساختماني شرکتونو ګډون او د سالنګونو لویې لارې د نوي تونل له لارې د ایراني انجینرانو د لیدنې اړوند خبرې شوې دي.
ایراني لوري ویلي، چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي زیربناوو د بیارغونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ او د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري ته چمتو دی.
نوموړي زیاته کړې؛ ایراني شرکتونه د افغانستان د پرمختیایي پروژو په داوطلبي کې، چې د کانونو او یا هم بودیجې په بدل کې پلي کیږي، ګډون ته چمتو دي.
په پای کې د ابو نصر فراهي سړک د چارو بشپړولو او نویو پروژو د پیل په اړه دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
“ایران له افغانستان سره د ګډو ترانسپورټي زېربناوو بیارغونې ته ژمن دی”

