د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر، ودانیزو پروژو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس عبدالرحمن عطاش ویلي، چې د دې شرکت اداري چارې په بریالیتوب مخته روانې دي، د وخت ضایع کېدو مخنیوي لپاره اداري پروسیجرونه ساده شوي او مهمه دا ده، چې افغان کادرونه د هیواد د ودانولو چارې پرمخ وړي.
ښاغلي عطاش زیاته کړې، چې د ملي پراختیا شرکت لپاره د مرکزي اداري ودانۍ جوړولو او د قوشتېپې کانال رغاولو ترڅنګ د صنعتي توکو د تولید، د کرنې د ودې، استوګنیزو ښارګوټو جوړولو، د ماشینونو تولید او ګڼې نورې لویې او ملي پروژې دا مهال تر کار لاندې دي.
مولوي عبدالکبیر د ملي پراختیا شرکت د هڅو او کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د دولتي بنسټونو پر مټ د لویو ملي پروژو پيل او د کار بریا د لوړ ظرفیت او د ژمنو مسلکي ادارو او کادرونو څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې هیواد کې ګڼ فرصتونه شته او اسلامي امارت هڅه کوي له خپلو امکاناتو څخه په استفادې د کرنې، صنعت، کانونو، اوبو مدیریت، سیمه یيز ترانزیټ او د سوداګرۍ په برخو کې لا ډېرې پروژې پيل او عملي کړي چې د کارموندنې او اقتصادي پياوړتیا لپاره اغېزناکې تمامېدای شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملي پراختیا شرکت د یو شمېر نوښتونو او تر کار لاندې پروژو د لیدنې پر مهال وویل، کیفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي او په ودانیزو چارو کې دې له کورنيو تولیداتو او توکو څخه استفاده وشي.
مولوي عبدالکبیر په پای کې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په ټول توان د ملي پراختیا شرکت د هڅو او چارو ملاتړ کوي او د دې شرکت د چارو د لا بهبود لپاره به په مطرح شويو وړاندیزونو او ستونزو اساسي غور وشي.

