ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بوسکوویچ پوهر ویرانیکا کابل کې د اروپايي ټولنې استازې ټاکل شوې

په کابل کې د اروپايي ټولنې پخوانۍ استازې رافیلا یودیچې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره د مخه ښې لیدنه کې کابل کې د اروپايي ټولنې د نوې شارژدافیرې په توګه د بوسکوویچ پوهر ویرانیکا د ټاکل کېدو خبر ورکړی.

دې لیدنه کې اغلې یودیچې ویلي؛ د افغانستان په اړه د هېوادونو له سفارتونو سره په مفصله ناسته کې د ګډون په موخه به لومړی دوحې ته سفر وکړي او وروسته به بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

دغه راز دې غونډه کې ښاغلي ستانکزي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو مننه کړې او نوموړې ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.