د قزاقستان بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد کې یې د اسلامي امارت د شارژدافیر محمد الرحمن رحماني باورلیک منلی دی.
یاده اعلاميې کې راغلي، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علی بیک باکایف له ښاغلي رحماني سره په کتنه کې ویلي، چې دغه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشرپاله اړیکو کې د لا پراختیا لامل شي.
د یادونې وړ ده، چې د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم پرون (چهار شنبه، د زمري ۳۱مه) په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفیر په توګه د مولوي بدرالدین حقاني باورلیک ومانه.
له دې وړاندې چین هم په رسمي توګه د اسلامي امارت سفیر منلی او قزاقستان له متحده عربي اماراتو وروسته درېیم هېواد شو، چې د اسلامي امارت استازی په رسمي ډول مني.

