د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د قطر هېواد د سفارت له سلاکار مردف القاشوطي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
د قطر هیواد د سفارت سلاکار افغانستان کې د سراسري امنيت او سولې د یادونې ترڅنګ د نظام په مختلفو برخو کې شوي پرمختګونه ستایلي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په لنډ وخت کې ډیر زیات پرمختګ کړی.
ملا خير الله خيرخواه نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ ویلي، چې یاد پرمختګونه باید د نړۍ سره شریک شي، تر څو نړیوال د افغانستان واقعي انځور وویني.
نوموړي زیاته کړې، چې قطر هيواد دې د افغانستان د تاريخي اثارو لپاره د نندارتونونو د جوړلو او افغان ځوانانو ته د روزنیزو سیمینارونو برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مردوف القاشوطي په یادو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

