د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشري له پلاوي سره د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په ګډه پوله لیدنه وکړه.
په دې پلاوي کې د افغانستان له لوري د کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرانو او د کورنيو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مرستيالانو، د هرات والي او نورو چارواکو ګډون درلود.
دغهراز د ترکمنستان له لوري د وزیرانو شورا مرستیالانو، د کابینې لوړ پوړو غړو او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
دواړو پلاوو په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نلليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه د ګډې پولې یوې او بلي غاړي ته ليدنه کړې او د ټاپي نلليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي ارزولي.
د بهرنيو چارو وزير د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان حکومت اړوندو ارګانونو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې غځولو لپاره خپل چمتووالي بشپړ کړي او تيار دي چې عملي کار پيل شي.
مولوي امير خان متقي همداراز ویلي، چې د تورغنډۍ اوسپنې پټلۍ د سټېشن او همدارنگه د نلليکې غځولو په برخو کې د ترکمنستان د پانګونې هرکلی کوي او دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د ټولې سيمې اقتصاد وغوړوي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د دې لیدنې پرمهال د ټاپي نلليکې د عملي چارو د پيل لپاره د ترکمنستان په خاوره کې د خپل هېواد ټولې تيارۍ افغان لوري ته ښودلې.
ښاغلي رشيد مردوف ویلي؛ هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي چارو د پيل ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي او د نورالجهاد د برق سبسټېشن به ګټه اخيستلو ته وسپارل شي.

