د کرنې او مالداري وزیر مولوي عطاء الله عمري کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه کړې او د کرنې، اوبولګولو او مالداري په برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو همکاریو خبرې کړې.
په دې لیدنه کې مولوي عطاء الله عمري د ترکیې سفیر ته د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکې په برخو کې کاري فرصتونه وړاندې کړي او په دغو برخو کې یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې ده.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه لکه؛ د تازه مېوو د معياري وچولو، د لبنياتو او حيواني غوښې د توليد زياتوالى، د څاڅکو اوبولګولو سيسټم د لا پراختيا او ترویج، له ځنګلونو او طبيعي زېرمو څخه د اغېزمنې استفادې او د هېواد د اراضۍ تنظیم په برخه کې اړتیاوې څرګندې او په یادو برخو کې د ترکيې سره د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې ده.
د ترکیې سفیر د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره د فرصتونو یادونه کړې او له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته یې د ترکیې د لېوالتیا په هکله خبرې کړې دي.
د ترکیې سفیر د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کرکیلې، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو برابرولو په تړاو هم د همکارۍ اعلان کړی او دغه راز د جغرافیایي معلوماتو د سیستم او له لرې واټن څخه د اټکل کولو او د کرنیزو ځمکو څارنې په برخو کې یې د روزنیزو پروګرامونو دائرولو او د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ترمنځ د علمي تجربو شریکولو په هکله هم خبرې کړې دي.
ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره همکاري کړې ده.

