د الجزیري د راپور له مخې غزې ټرانګه کې د اسرائیلي اشغالګرو وروستیو بریدونو کې ۵۲ فلسطیینان شهیدان شوي.
دغه بریدونه ساحلي سیمه کې پر یوه ښوونځي، مارکیټ، د موبایلونو چارج کولو پر یوه ځانګړي ځای او د استوګنې پر کورونو شوي دي.
ورته مهال د غزې رسنیو دفتر اسرائیل او امریکا غزه کې د روانو ټولوژنو عاملین او مسول بللي او زیاته کړې یې ده، صهیونیستي یرغلګر د عامو وګړو د راټولېدو ځایونه او غونډې په نښه کوي او بریدونو پرې کوي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۱۷۳ فلسطینیان شهیدان او ۹۲ زره او ۸۵۷ نور ټپیان شوي دي.

