ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لومړي ځل افغانستان کې تولید شوي طبي محصولات اوزبیکستان ته صادر شول

د هېواد په تولیدي سکټورونو کې د ځان بسیاینې لپاره هڅې!

د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه د یوې خصوصي تولیدي فابریکې له لورې طبي محصولات اوزبیکستان ته صادر شول.

د مسولینو په وینا؛ د یادې طبي کڅوړې ارزښت ۲۵۰ زره امریکایي ډالر دی، چې ټول ټال درې زره کارټنه کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وایی، چې اوس‌مهال هېواد کې په نړیوالو معیارونو برابر محصولات تولېدېږي.

نوموړي له صنعت او سوداګرۍ وزارت غوښتي، تر څو د کورنیو محصولاتو د ودې او بازارموندنې لپاره په نړيوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندې ویلي و، چې افغانستان په ۱۳۳ تولیدي محصولاتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.