د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي؛ د ځینو غربي بنسټونو او سازمانونو له لوري د اسلامي امارت پر ضد پراخ تبلیغات کېږي، چې دا تبلیغات بېبنسټه دي او افغانان په دې ډول پروپاګند باور نه لري. دغهراز دا سازمانونه بې پرې نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت خپلو مکلفیتونو ته غاړه ایښې، پر خپله ژمنه ولاړ دی او عمومي بښنه پر ځای ده. د پخواني رژیم هېڅ یو کارکوونکی نه محاکمه شوی او نه هم شکنجه شوی دی.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ د اسلامي شریعت له مخې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې او تر ۱۰۰ زرو ډېرو افغان مېرمنو ته د سوداګرۍ فرصتونه برابر شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ کومو خلکو چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره قربانۍ او مبارزه کړې ده، د باور وړ او د خلکو لپاره ښه کار او خدمت کولای شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان په هېڅ زندان کې بندیان نه دي شکنجه شوي او ټول افغانان باید د اسلامي شریعت او قانون پر وړاندې ځواب ویونکي واوسي.

