ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه ۱۲۲۵ ځوان منسوبین د عسکرانو ښوونځۍ د اتمې دورې له پوځي بنسټیزو درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه فارغ شول.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور د تعلیماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید، سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسولینو او مشرانو ګډون کړی و.

مولوي محمد یعقوب مجاهد فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې ستاسو بې نظمي د نظام بې نظمي ده کوشش وکړئ چې تل منظم واوسئ.

دغه‌راز تاسو باید د بدني روزنې ترڅنګ فکري روزنه زده کړئ. تاسو مکلف یاست چې کومې زده کړې مو کړې دي روزانه یې تکرار کړئ.

د دې تر څنګ مسولینو ویلي، چې زموږ او ستاسو نیت به د اعلاء کلیمة الله لپاره وي، د هېواد په دفاع او ساتنه کې د هر ډول کوشش دریغ ونه کړئ. تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتئ. د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړئ تر څو ضایع نشي. د ملت سره ښه سلوک وکړئ او اعتماد یې ترلاسه کړئ.

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی.

یاده غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلې ده.