په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د چين ولسي جمهوریت د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا (CCPIT) شورا د نړیوالو اړیکو دڅانګی له مرستیال ښاغلي شان مینګ (Shan Ming)سره لیدنه کړې.
په پيل کې ښاغلي شان مینګ ویلي، چې د دوی اداره غواړي د سالم ژوند، ځیرکو موټرو، پاکې انرژۍ، میکانیزه او حاصل خیز زراعت او ډیجیټلي سسیتم (Healthy life، Smart vehicle، Clean energy، Green agriculture، Digitalization )په برخو کې د همکاریو او تعاملاتو روان بهیر افغانستان ته هم وغزوي.
نوموړي زیاته کړې، چې پلان لري، د روان میلادي کال په نومبر کې د یادو موارد په اړه یو لوی نندارتون جوړ کړي، چې شا و خوا ۹۰ هېوادونه به برخه پکې واخلي.
ښاغلي شان مینګ په یاد نندارتون کې په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت او همدارنګه له افغان تجارانو هم د ګډون غوښتنه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي ویلي، چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې او سوداګرۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي، امنیت تأمین دی، د نظام لخوا د سوداګرو او پانګوالو حمایت تر بل هر وخت ډیر دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اماده دی، د پورتنیو مواردو اړوند په افغانستان کې له مربوطه ادارو سره لازمه همغږي وکړي، تر څو د مشترکو اقتصادي او تجارتي همکاریو د پراختیا او تقویې لپاره لازم پرمختګونه رامنځته شي.

