ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولسونو د ستونزو حل په موخه کمېټه جوړه شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د خپلو سفرونو په ترڅ کې ډیورنډ فرضي کرښې او د نورو سرحدي ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د خلکو د لومړنیو ستونزو د تشخیص او تثبیت لپاره د کمېټې د جوړېدو په موخه خوست ولایت ته سفر کړی.

نوموړي د دغه سفر پر مهال د خوست ولایت د مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په ګډون د کلیو پراختیا او بیا رغونې، اوبو او انرژي، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، ټولګټو چارو، پوهنې، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له رییسانو، د سرحدي ولسوالیو له ولسوالانو او په یادو ولسوالیو کې د دفاع وزارت له مسولینو سره ناسته کړې.

د ناستې په ترڅ کې یې د خوست ولايت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په مشري د یادو ادارو له مسولینو څخه کمېټه جوړه کړې او سپارښتنه یې ورته کړې، تر څو ډېورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولسوالیو کې د خلکو ضروري او اړینې ستونزې تشخیص او تثبیت کړي.

ښاغلي نوري ګډونوالو ته د ناستې په ترڅ کې د مشرتابه مقام د حکم په اړه معلومات ورکړي او د غونډې له ناستو مسولینو څخه یې هلته د پرتو ولسوالیو د خلکو د ستونزو تشخیص او تثبیت په برخه کې د شفافیت غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي: “د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه پراته ولسونه پر موږ حق لري، چې لومړنۍ اساسي ستونزې يې حل کړو، ځکه دې خلکو په تېر شل کلن جهاد کې اوږه په اوږه له موږ سره جهاد کړی.”

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په ننګرهار، کنړ، نورستان او پکتیا ولایتونو کې هم ورته کمېټې جوړې شوې دي.