د حماس غورځنګ ویاند اسامه حمدان د الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي؛ امریکا غزه کې د اوربند پخوانۍ طرحې په بدلولو سره غواړي اسرائیلو ته د ټولوژنې وخت واخلي.
ښاغلي حمدان د حماس غورځنګ دریځ په روښانولو سره ویلي، چې دغه غورځنګ به یوازې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري له هغې وړاندې شوې طرحې سره موافقه وکړي چې په درې پړاوونه کې پلي کیږي او د دوی له لوري منل شوې ده.
حمدان دغه خبرې داسې مهال کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته د سفر پر مهال له حماس غورځنګ څخه غوښتي، چې غزه کې د اوربند له هغې طرحه سره موافقه وکړي، چې د اسرائیلي ولسمشر نتانیاهو لخوا منل شوې ده.
غزه کې لا هم د اسرائیلي یرغلګرو وحشي بریدونه دوام لري، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپيان کېږي.
الجزیرې تلویزیوني شبکې د غزې روغتیایي سرچینو له قوله ویلي؛ تېره ورځ دوشنبه (د زمري ۲۹مه) د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان شهیدان شوي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر زیږدیز کال اکټوبر میاشتې راهېسې پر غزې د صهیونیستي یرغلګرو د ترسره شویو بریدونو په پاېله کې تر دې دمه ۴۰زره او ۱۳۹ فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۹۲ زره او ۷۴۳ نور ټپیان شوي دي.
دغهراز د غزې د ملکي تفاتو ادارې خبر ورکړی، چې لا هم ۱۰ زره فلسطینیان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

