له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مطبوعاتي مسول مولوي احمدالله وثیق وايي، چې د دې کمیسیون په هڅو له پیله تر اوسه د تېرې ادارې د جنرالانو، چارواکو، ولسي جرګې غړو او رییسانو په ګډون تر ۹۵۰ ډېر افغان شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د تېرې ادارې د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال، قطر کې د افغانستان سفیر او د جمهوري ریاست د دفتر رییس فیضالله کاکړ هم هېواد ته راستون شوی دی.
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون جوړ شو، چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یې مشري په غاړه لري.

