ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په تړاو د اصف دوراني وروستۍ څرګندونې له واقعیته لرې او د عامه افکارو مغشوشولو هڅه ده

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د استازي ښاغلي اصف دوراني وروستۍ څرګندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ګڼل کېږي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: “نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.”

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی، چې د بهرنیو هېوادونو د پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.

دغه‌راز د افغانستان حکومت توانېدلی، چې داعش فتنه‌گره ډله په بشپړ ډول وځپي، که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.

په یاده اعلامیه کې يو ځل بيا يادونه شوې، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي. د افغانستان حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارګانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.

دغه‌راز ښاغلی دورانی بايد پوه شي، چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرې نږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.