ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه: سوداګر او پانګوال د افغانستان ملي سرمایه ده

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د هرات ولایت د ملي سوداګرو له یوه پلاوي سره لیدنه وکړه.

ښاغلي خیرخواه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پامیر کمپنۍ خیریه بنسټ د بشردوستانه مرستو او همکاریو، چې په وروستیو کې يې د بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو له سیلاب ځپلو هېوادوالو سره کړې وې، ستاینه کړې.

نوموړي ویلي، چې ملي سوداګر او پانګوال د افغانستان ملي سرمایه ده او اسلامي امارت د دوی خوندیتوب، امنیت او د ستونزو ختمولو ته پوره ژمنتیا لري.

یادو سوداګرو د اسلامي امارت حاکمیت د اللهﷻ له لوري یو ستر انعام بللی او د ملي سوداګرو لپاره يې اوسنی حالت د پانګونې لپاره یو ښه فرصت یاد کړی.

دوی همدا راز په هېواد کې د حکومت له لوري ملي سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.