د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت د ده سبز او بګرامیو ولسوالیو له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مشرانو مننه کړې، چې د ولسونو پر مخ یې خپلې دروازې پرانستې دي او د دوی ستونزې په سړه سینه اوري.
دوی د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او له اسلامي امارت سره یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې په تېرو څو لسیزو کې د کابل ښاریان له سختو ستونزو سره مخ وو او د کابل ښار لپاره اساسي خدمات نه دي وړاندې شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کابل ښار د معیاري کېدو او پراختیا لپاره هڅې کوي چې د کابل ښاریانو ډېرې ستونزې به هم ورسره حل شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې اړونده ادارو ته به د ده سبز او بګرامیو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره سپارښتنې وکړي.

