د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د پکتیا له مرستیال والي شیخ انعامالله صلاح الدین او نورو مسولینو سره غونډه کړې.
ياده غونډه په دې موخه جوړه شوې وه، تر څو سرحدي يا فرضي کرښې ته څېرمه ولایتونو ولسونو ته د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو پۀ اړه د مشرتابه محترم مقام فرمان او د رياست الوزرا هدايت له مسولينو سره شريک شي.
ملا نورالله نوري ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس له سرحدي او فرضي کرښې سره ميشت ولسونو لپاره د اسانتياوو برابرولو په موخه به د ياد وزارت په مشري او په ولايتونو کې د مرستيال واليانو په مشري يوه کمېټه وټاکل شي، چې د پوهنې، عامې روغتيا، سينديزې حوزې، ټولګټو چارو، کليو او پراختيا رياست، د مېشتو ولسواليو ولسوالان او په ولسواليو کې د ملي دفاع وزارت اړوند مسولين به يې غړيتوب لري.
تر څو په يادو شويو برخو کې د ولسونو اړتياوې تثبيت او کټګوري کړي او وروسته یې بيا د تصويب لپاره اړوند کميټې ته وسپاري.
ښاغلي نوري زیاته کړې، چې د سرحدي سيمو او ډيورنډ فرضي کرښې ولسونو ته په تېر وخت کې هيڅ خدمات نه دي تر سره شوي، چې اوس به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانکړي شفقت او فرمان پر اساس دوی ته د پوهنې، روغتيا، سرک جوړولو، پاکو اوبو او نورو پرمختيايي چارو کې د يو منظم ميکانيزم او طرزالعمل له مخې خدمات وړاندې کېږي.
د پکتيا مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين وزير صاحب ته هر کلی ویلی او د مشرتابه محترم مقام له دغه فرمان څخه يې خوښي ښودلې، چې د سرحدي سيمو او فرضي کرښې ته څېرمه ولسونو ته هر اړخيز پرمختيايي خدمات تر سره کېږي.
مرستيال والي ډاډ ورکړی، چې پکتيا کې به له دغې کمیټې سره بشپړ همکار وي او د مشرتابه محترم مقام د فرمان د غوره تطبيق لپاره به پیاوړې هڅې وکړي.

