ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال د یوناما له استازي سره لیدلي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د یوناما دفتر د حکومتولۍ او سیاسي برخې له مسړل الحاج حسن او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یونما د دفتر استازي ښاغلي حسن د یادې موسیسې د کارونو کړنلاره روښانه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د یاد سازمان د سیاسي برخې استازي دي او غواړي، چې د وزارت له کاري استقامت سره سم دوه اړخیزه همغږۍ وکړي.

د جرګو او قبایلو چارو مرستیال ښاغلي احمد راغلي پلاوي ته هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د قومونو او قبایلو چارو وزارت د اسلامي امارت په کابینه کې د یوه مهم ملکي وزارت په توګه په مرکز او ولایتونو کې د حکومت او ملت د اړیکو د ټینګښت، ملي یووالي د استحکام او د خلکو ستونزو د اواري په برخه کې کار کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد وزارت د افغانانو ترمنځ د څو لسیزو په اوږدو کې د رامنځته شویو شخړو د حل او د لرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو زده کوونکو ته د زده کړو چاپیریال برابروي او د حکومت او ولس ترمنځ د ارتباطي پُل دنده ترسره کوي.

هغه له راغلي پلاوي څخه د ولسي ستونزو او زده کړو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د یونما د سیاسي دفتر استازي د وزارت کړنې د هېواد د راتلونکې لپاره ګټورې بللې او ویلي یې دي، چې دوی به د افغان ولس اولیه ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې پوره هڅه وکړي او له لوړ رتبه مسولینو او اړوندو څانګو سره به د نورې همغږۍ په موخه سلا مشورې وکړې.

دغه‌راز له وزارت سره د تعلیمي تکنالوژي په برخه کې د همکاري موسسې مسول انعام الحق احساس هم د اسلامي امارت د چارواکو همکاري بې ساري بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې د یونما دفتر او همکار ملګري دي یې، د ښوونې او روزنې په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.