ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ مياشت کې د ۹۳.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۵ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۴۷.۵ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

حال دا چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۳ میلیونو ډالرو ته رسیده.

د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د چنګاښ مياشتې د صادراتو ارزښت د غبرګولي مياشتې د صادراتو په پرتله ۰.۲ ميليونه ډالر زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۰۰.۹ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په چنګاښ مياشت کې د ۴۶.۶ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غيرې محصولي واردات شامل دي.