ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له پانګوالو ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پخپل کاري دفتر کې د سوداګریزو خونو له سرپرست محمد یونس مهمند، د زلال موفق شرکت له رییس احمدشاه فقیري، د خافي ګروپ له مشر فیض محمد خافی او د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې راغلو سوداګرو ویلي؛ خوښ دي چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ټولو افغانانو خصوصاً د سوداګرو سر، مال او عزت خوندي دي.

هغوی زیاته کړې، چې افغانستان د صنعت او تولید له اړخه تر پخوا ډېر بدلون کړی، یوازې په هرات ولایت کې زرګونه لويې او وړې فابریکې فعالې دي چې ډېری هېوادوال پکې په کارونو بوخت دي.

د یادو سوداګرو په وینا؛ دوی په کورني صنعت کې پانګونه کړې او ګڼ نور بهر مېشتي پانګوال یې هم هڅولي چې افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.

هغوی په دې برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر له دوی څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د ټولو افغانانو هیله وه او اسلامي امارت د ټولو افغانانو شریک نظام دی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت پانګوالو ته د ستونزو جوړولو پر ځای له هغوی ملاتړ کوي او د چارو د ښه والي لپاره به ورته اسانتیاوې برابروي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ له پینځو لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته اړتیا ده، چې ټول افغانان په یو ټغر راټول او د افغانستان د ثبات، سیاسي او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره لاسونه سره ورکړي.

مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې د پانګوالو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه وشي.