ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ

د راپورونو پر اساس حماس غورځنګ غزه کې د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز رد کړ.

د یاد غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار وايي، چې په دې وړاندیز کې د اشغالګرو اسرائیلو شرطونو ته ځای ورکړل شوی، خو د حماس شرطونه له پامه غورځول شوي دي او دوی به هېڅ وخت داسې وړاندیز ونه مني، چې د فلسطین خاوره پکې بایلل کېږي.

حماس جهادي غورځنګ په یوه بیانیه کې ویلي، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې اسرائیلي اشغالګر په بشپړه توګه د غزې له خاورې څخه ووځي.

یاده بیانیه کې ویل شوي، چې حماس پر خپلو اصولو ولاړ دی او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.