د قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې ننګرهار کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکو، سرايونو او کورونو په سر راپورته شوې ۴۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د یاد وزارت په وینا؛ په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس الحاج رحمت الله غازي عمر د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوری او ګڼو نورو مسولینو، ځايي اوسيدونکو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د خلکو تر منځ د پېښو شویو شخړو د حل هڅه کوي او په تېر کال کې یې لسګونه شخړې حل کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو د خلکو تر منځ لسګونه شخړې حل شوې دي.

