ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي سره لیدنه کړې.

د‌ دې لیدنې په پيل کې پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي په مختلفو برخو او ځانګړي ډول روغتيايي برخې ته د اسلامي امارت په پاملرنې خوښي ښودلې.

نوموړي ویلي، چې د هېواد په کچه د يو نمونوي روغتون جوړېدل د هغو لويو کارونو له ډلې دي، چې اسلامي امارت يې په ځانګړي ډول د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره افغان ملت ته ترسره کړي.

پروفيسور ډاکتر عبدالکریم قیومي د دې نمونوي روغتون د ساختماني چارو بشپړېدو، د تجهيزاتو، ماشينرۍ او نورو لازمو توکو تهيې او خريدارۍ ته په اشارې ویلي؛ لازمه ده چې د ډاکترانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو، د معياري لابراتوارونو نصب او د وړ او مسلکي ظرفيت لرونکو کسانو جذب ته لازمه پاملرنه وشي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په مختلفو برخو کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول له خپلو دندو او مسولیتونو څخه بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د وړانديزونو په اړه ویلي، چې په ټولو امکاناتو به ورته رسیدنه وکړي.