د فلسطین خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې؛ اسرائیلي چارواکو پرېکړه کړې، ۲۰ هغه شدید فلسطیني ناروغان چې د ختیځ بیتالمقدس په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي بېرته غزې ته ستانه کړي.
یاد خبري اژانس اسرائیلو کې د بشري حقونو په برخه کې د ډاکټرانو یوې مدافعې ډلې له قوله ویلي؛ چې دې کسانو کې د نري رنځ او زړه ناروغان شامل دي او که غزې ته ستانه کړل شي، د غوره روغتیایي امکاناتو د نشتون او روانې جګړې له کبله به د جدي روغتیایي حالت سره مخ شي.
د اسرائیلي ډاکټرانو یادې ډلې دغه کړنه له قانوني، صحي او اخلاقي اړخه یوه غلطه پرېکړه بللې ده.
غزه کې ورځ تر بلې د صهیونیستي یرغلګرو وحشتونه زور اخلي او خلک یې په بېلابېلو بڼو کړول او ځورول کېږي.
پر غزه تړانګه لا هم بریدونه دوام لري او هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهید او ټپیان کېږي او یا د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل کېږي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د زمري ۲۸مه) د غزې پر بېلابېلو برخو د اسرائیلي یرغلګرو د هوایي بریدونو له امله د یوې میرمنې او شپږو ماشومانو په ګډون ۲۸ کسان شهیدان شوي.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تېره ورځ اسرائیلو ته تللی او هلته به د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه له صهیونیستي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

