د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن غزه کې د اوربند او بندیانو د خلاصون د نویو هڅو په لړ کې اسرائیلو ته سفر کړی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس د دغه سفر موخه غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه د واشنګټن له لوري پر بنیامین نتنیاهو فشار راوړل دي. ټاکل شوې بلېنکن به د دغه سفر پر مهال د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو سره وګوري.
اسرائیلو ته د بلېنکن دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دوحه کې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب له خبرو وروسته په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لورو تر منځ د فاصلې راکمولو په تړاو هیله ښودلې وه.
خو بل لوري ته حماس غورځنګ ویلي؛ چې په روانو خبرو کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

