ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵مه کالیزه ونمانځل شوه

د ملي راډیو تلویزیون د غونډو په تالار کې “د زمري ۲۸مه” له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مه کالیزه ونمانځل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اسلامي امارت کورنی او بهرنی سیاست د اسلامي احکامو، ملي ګټو او ارزښتونو پر اساس ترتیب شوی چې په وسیله یې افغانستان تلپاتې ثبات او پرمختګ ته رسیږي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت په ټولو هغو مسایلو تمرکز کړی چې جګړه زیږوي او افغانستان د نا امنیو په لور بیايي.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغان ملت د بې درېغه قربانیو په پایله کې هېوادوال د بشپړې خپلواکۍ څخه برخمن شول.

ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مسولین د ظالمانو پر وړاندې د مظلوم په لاس نیوي او د ولس د حقوقو په خوندیتوب مسول دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په یادو مراسمو کې ویلي، چې افغان ولس د بې‌درېغه قربانیو په پایله کې د نړۍ زبر ځواک په ګونډو او هېواد کې یې اسلامي نظام حاکم کړ.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په حاکمیت سره افغانان یو موټی شوي، د قومي او سمتي تعصبونو سربېره د قدرت جزیرې هم له منځه وړل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي، چې د اسلامي امارت رهبري به هېڅکله د دین او هېواد پر سر له چا سره معامله ونه کړي.

په دې غونډه کې ښاغلي حقاني د اسلامي نظام د پایښت لپاره د علماوو پر یووالي ټینګار کړی دی.

په پای کې د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د زمري ۲۸مې، له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت د خپلواکۍ منار ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.