ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي‌دفاع وزارت په تالار کې له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵مه کالیزه ونمانځل شوه

د ملي دفاع وزارت په تالار کې له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزې په مناسبت غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو او مسولینو ګډون کړی و.

دا غونډه د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په وینا په رسمي ډول پیل شوه.

نوموړي ویلي؛ نن د زمري ۲۸مه په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې هېواد مو په بشپړه توګه له اشغال څخه خلاص او خپلواک دی.

دغه‌راز په تېره کې د زمري ۲۸مه په داسې حال کې نمانځل کېده، چې هېواد مو اشغال شوی و.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په یادو مراسمو کې ویلي؛ د دې ویاړلې ورځې نمانځنه موږ ته د یوه ملت په توګه د افغانانو او مجاهدینو هغه مقاومت، قربانۍ او یووالی رایادوي، چې په کمو امکاناتو یې انګریزي استعمار مات کړ.

نوموړی زیاتوي؛ لکه څنګه چې د ازادي اخیستل مهم دي همداسې یې ساتل هم مهم دي.

دغه‌راز موږ ته الله تعالی له هر څه ډک هېواد راکړی؛ باید کوشش وکړو چې په اقتصادي برخه کې ترینه داسې ګټه واخلو ترڅو هېواد مو پر ځان بسیا شي.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، ملي دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي؛ د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره جنګ، چې په هر تاریخ کې وي موږ ته د درناوي وړ دی او د یوه ملت مسلم حق بلل کېږي.

د نوموړي په وینا؛ هر تېری کوونکی، چې د افغانستان پر خاوره یو قدم هم کېږدي افغان ملت او امنیتي ځواکونه به يې ځواب ورکړي او له خپلې خاورې څخه به دفاع وکړي.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په یادو مراسمو کې ویلي؛ کومه ازادۍ مو چې ګټلې د دې ساتنه پر موږ او تاسو فرض ده.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره یوه پیړۍ کې الله تعالی افغانانو ته درې لویې بریاوې ورنصیب کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي؛ دا اړینه ده، چې یو هېواد پیاوړی حکومت، منظمه اداره، اردو، اقتصاد، یووالی او ولسي ملاتړ ولري.

ښاغلی متقي زیاته کړې؛ نن د اشغال بڼه بدله شوې او کمزوري هېوادونه په اسانۍ سره د اشغال په لومه کې لویږي.

د نوموړي په وینا؛ ازادي به د تورې او همت په زور اخلې، ازادي تاته څوک په خیرات کې نه درکوي.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ موږ د هیچا فرمایش نه منو او یوازې د خپلو امیرانو اطاعت کوو.

نوموړي له هېوادوالو هم غوښتي، چې د ترلاسه شوې خپلواکۍ د ساتنې لپاره هڅه وکړي او هیچاته اجازه ورنګړي، چې پر افغانستان تیری وکړي.