ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اوزبیکستان لومړي وزير او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان له لومړي وزير عبدالله عارف اوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اوزبیکستان لومړي وزير عبدالله عارف اوف د رياست الوزرا اداري مرستيال له مېلمستيا څخه په مننې له افغانستان سره د خپل هیواد د ديني، فرهنګي او تاريخي اړيکو يادونه کړې او ویلي یې دي، د دواړو هیوادونو اړيکي همدا اوس هم د متقابل احترام پر اساس په ښه حالت کې دي او د ازبکستان دولت او ملت په مختلفو برخو کې له اسلامي امارت سره د اړيکو لا زياتې پراختيا او پياوړتيا غوښتونکي دي.

د اوزبیکستان لومړي وزير زياته کړې، چې د دې هيواد دولت، سوداګر او پانګوال لېوالتيا لري، چې د رېل پټلۍ، د کانونو استخراج، کرنې، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې د اوزبیکستان دولت يوازې د کاغذ پر مخ پر ژمنو اکتفا نه کوي او په پورته برخو کې به عملي ګامونه هم واخيستل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان لومړي وزير محترم عبدالله عارف اوف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د اوزبیکستان د دولت او ملت اړيکي د ورورولۍ بللې دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې په فرهنګي، ديني، اقتصادي او سياسي برخو کې د افغانستان او اوزبیکستان اړيکي تاريخي قدامت لري او دغه اړيکي به تل د متقابل احترام او تعامل پر اساس وي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې په ټولو برخو کې د پانګونې او سوداګرۍ زمينه برابره کړې او د اوزبیکستان له سوداګرو او پانګوالو څخه غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.