ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان غواړي له افغانستان سره ډیپلوماټیکو اړیکو ته لا پراختیا ورکړي

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي کابل کې د اوزبیکستان جمهوریت له لومړي وزير عبدالله عارف‌اُف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو او تجارت او ټرانزيټ هر اړخيزې خبرې وشوې.

په پیل کې د اوزبیکستان لومړي وزير ویلي، چې د هېواد ولسمشر یې له افغانستان سره د اړيکو پر پراختيا ټينګار کوي او اوسنی په لوړه کچه پلاوي استول د دې ښکارندويي کوي.

ښاغلي عارف‌اُف زیاته کړې، چې غواړي افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي، له همدې امله ښايي په نژدې راتلونکي کې تاشکند کې د اسلامي امارت سفير ومني.

د اوزبیکستان د لومړي وزير په وینا؛ له دې وروسته به افغان سوداگرو، محصلينو او ناروغانو ته د ويزې ورکړه پيل کړي.

نوموړي ټينگار کړی، چې افغانستان او اوزبیکستان بايد له ټولو بالقوه ظرفيتونو څخه د دواړو هېوادونو په ګټه استفاده وکړي.

د بهرنيو چارو وزير له هرکلي وروسته په نړيوالو ناستو کې د اوزبیکستان د ولسمشر له مثبتو دريځونو هرکلی کړی او هيله يې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي همکارۍ لا زياتې شي.

متقي صاحب ویلي، چې افغانستان لېواله دی په سيمه‌ييزو سازمانونو کې يې حضور احيا شي.

د مولوي امير خان متقي په وینا؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژي او ترانسپورټ په برخو کې ډېر فرصتونه موجود دي چې بايد ترې ګټه ترې واخیستل شي.

د بهرنيو چارو وزير همداراز ویلي، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ ليکې له جوړېدو سره دواړه هېوادونه مرکزي او جنوبي اسيا نښلوي.

دغه‌راز سوداگرو ته د ويزې په برخه کې اسانتياوې سوداګري لا زیاتولای شي.

د بهرنيو چارو وزير همداراز ویلي، چې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړولو سره به د دوو اړخيزو اړيکو د لا پراختیا نوی پړاو پرانیستل شي.