ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر بدخشان ته سفر کړی

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایاتو اورېدولو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي بدخشان ولایت ته سفر کړی او د دې ولایت له مسولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره یې غونډه کړې.

شیخ محمد خالد الحنفي په یاد ولایت کې له مسولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره په غونډه کې ویلي، چې په تېرو کلونو کې غربي اشغالګرو او لاسپوڅو یې په افغاني ټولنه کې تعصب او خپل منځي اختلاف ته لمن وهله.

دغه‌راز افغانانو په دردونو او وېره کې ژوند کاوه، خو لله الحمد دا دی نن افغانان د الله رب العزت په نصرت سره بریا ته ورسېدل او د اسلامي نظام خاوندان شول.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ اشغالګر د عصري او پرمختللیو وسایلو له درلودلو سره سره د افغاني ټولنې کلک دیني عزم او ارادي ته تسليم شول او افغان مېړني او مجاهد ولس په خپلو وینو او سرښندنو سره اسلامي نظام حاکم کړ او له برکته یې مونږ په هوساینه کې ژوند کوو.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام موخه په ټولنه کې ښېګڼه او د یووالي رامنځته کول دي او د دې وزارت ټول مسولین هڅه کوي، چې ټولنې ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي په یاده غونډه کې ویلي، چې نن فزيکي جګړه پای ته رسېدلې، خو غربي هېوادونو د مغرضه او پروژه‌یي رسنیو په ملاتړ فکري جګړه پیل کړې ده. اوس یې وخت رارسیدلی ترڅو په یاد ډګر کې هم بریالي شو او د ټولنې د وګړو د اذهانو په تنویر کې یو له بله سره کار وکړو او خپل ولس د غربي نړۍ له ناوړه فکري جګړې څخه خوندي کړو.

دغه‌راز غربي نړۍ ځکه پر امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت بې ځايه نېوکي کوي، چې هغوی تطبیقي اسلام نه غواړي. اسلامي نظام هغه نظام ته ویل کېږي، چې پرته له استثناء ټول شرعي احکامات پکې په بشپړه توګه پلي شي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی.

دغه‌راز امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې ناوړه دودونو او د‌ هغوی د بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، ترڅو د دغه دودونو په ګټې اخيستنې د چا حق ور څخه واخلي.

ټاکل شوې چې شیخ محمد خالد الحنفي بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو، او ګذر وکیلانو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو، احکامو او هدایاتو د لاښه پلي کېدو په موخه ناستې وکړي.

د دې تر څنګ به د محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه، منکراتو مخنیوي، د ولس سره د نیک چلند او د هغوی د ملاتړ جلبولو برخه کې لیدنې وکړي.