د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۱۲/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲٦/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې (٦۰) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۳۱۹) تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۳٦) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۵) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۱۲۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له (٦۰) کورنیو سره مرسته وشوه، چې مجموعاً (۵۱۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې (۱۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۷۰) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له (۱۷) کورنیو سره مجموعاً (۱۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲۷۹) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۲۹) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۹٦) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې نن (۴٦) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱٦۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۹۱۷) تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۳۲) کورنیو سره مجموعاً (۲۷٦۰۰۰) افغانۍ مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴٦) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د اسلام کلا له لارې (٦۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲٦) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له (٦۳) کورنیو سره مجموعاً (۴۴٦۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۱۸٦) کورنۍ، (٦۵۰) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۳٦) کورنۍ، (۲۰۵) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۱۷۲) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۷۳) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

