د قطر په پلازمېنه دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو روانې خبرې ځنډول شوې او د پلان له مخې به راتلونکي اونۍ بیا پیل شي.
د دغو خبرو منځګړو هېوادونو امریکا، قطر او مصر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي؛ واشنګټن د تېرې اونۍ د خبرو د مهمو ټکو پر اساس یوه طرحه وړاندې کړې، چې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې شته خنډونه له منځه وړي او عملي کېدو ته یې لاره اواروي.
بل لوري ته حماس دوحه کې د اسرائیلو له مرکچي پلاوي سره د امریکا د دوه ورځنیو خبرو وروسته غزې کې د اوربند په تړاو نوي وړاندیزونه رد کړي دي.
غزه تړانګه کې د اوربند د مذاکراتو له هڅو سره-سره د صهیونیستي رژیم وحشي بریدونه لا هم دوام لري او ګڼ فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.
تازه د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د شهیدو شویو فلسطینیانو شمیر له ۴۰ زرو اوښتی.
د خپرو شویو شمېرو له مخې د تېر زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې راهیسې پر غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې تر دې مهاله له ۴۰ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او ښايي د شاوخوا ۱۰ زره نورو نادرکه شویو فلسطینیانو جسدونه هم تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې شهیدانو کې نږدې ۱۶ زره او ۵۰۰ ماشومان او شاوخوا ۱۱ زره مېرمنې هم شاملې دي.

