ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت: افغانستان د سیرومو د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی

د عامې روغتیا وزارت مسولینو نن (شنبه، د زمري ۲۷مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې تشریح او له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې د پینځه کلن پلان چمتو کول، لابراتوارونو او تشخصیه کلینیکونو ته د اعتبار ورکولو مسودې چمتو کول او د تقنیني اسنادو درجه بندي، ۳ زره او ۴۸۹ روغتیایي کار کوونکو ته د فعالیت جوازونه ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې بندیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د ۱۰۵۶ قلمه مختلف النوعه درملو تایید، د ۱۵۰۶ نویو ډاکټرانو ثبتول او د طبي سرغړونو او شکایتونو ۱۴ قضیو ته رسېدنه په تېر کال کې د عامې روغتیا وزارت د عمده فعالیتونو په توګه یاد کړي دي.

مسولینو زیاته کړې، چې په ټولو خصوصي انستیتوټونو کې د درسي نصاب معیاري کول، درې کلونو ته د قابلګۍ د دوه کلنې دورې لوړول، د طبي علومو په خصوصي انسټیټوټونو کې د ۲۷ زره او ۶۴۲ محصلینو شاملول، د روغتیا برخه کې ۶۲ زره او ۳۱ کسانو ته د تربیتي پروګرام جوړول او د طبي علومو له انسټیټوټونو څخه د ۱۶۰۸ محصلینو فراغت په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

د یادو مسولینو په وینا؛ په تېر کال کې د هېواد په کچه د ۴ زره او ۲۱۲ روغتیایي مرکزونو له لارې ۸ میلیونه، ۷۹۸ زره او ۷۱۰ سراپا؛ یو میلیون، ۹۸۶ زره او ۶۵۰ داخل بستر؛ ۶۵ زره او ۳۰۰ هیمودیالیز او ۳۱ زره او ۶۱۴ سرطاني ناروغیو د درملنې خدمتونه وړاندې شوي دي.

دغه راز د ۲۳ زره او ۶۹۲ روږدو کسانو درملنه شوې او په هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله ۲۲ زره زیانمنو ته هم روغتیایي او روان درماني خدمتونه وړاندې شوي دي.

همدارنګه ماشومانو ته د څه باندې ۸.۸ میلیونه ویټامین A کپسولو وېش؛ ماشومانو او زلمیو ته د یو میلیون، ۵۵۷ زره او ۳۴۴ فولیک اسید او اوسپنې ټابلېټو وېش؛ ماشومانو ته د یو میلیون، ۸۶۱ زره او ۲۲۱ مغذي پوډرو (MNP) وېش؛ په ۱۴ ولایتونو کې ۲۷ زره او ۳۸ راستنو شویو ته د واکسین تطبیق او درملنه؛ ۲۵۸ زره او ۱۷۰ کوچیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او ۶ زره او ۸۳۱ معلولینو ته د فزیکي تجهیزاتو برابرول په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.

د وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې په تېر کال کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او په ټولیز ډول ۸۵۹ زره او ۹۷۰ میندو او ماشومانو ته واکسین تطبیق شوی دی.

د مسولینو د معلوماتو له مخې؛ تېر کال ۲۵ زره او ۳۰۲ قلمه درملو او روغتیایي محصولاتو د واردېدو اجازه ترلاسه کړې، له کورنیو تولیداتو څخه ۲۳۱۶ قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي، د درملو د تولید ۱۵ فابریکو، د درملو د تورید ۱۵۱ شرکتونو او ۱۷۹ عمده پلورنځیو او ۲۴۶۸ فارمسسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

همداراز افغانستان د سیرومو د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی او په تېر کال کې یې په زیاته اندازه سیرومونه عربي هېوادونو ته صادر کړي دي.

د دې تر څنګ تېر کال د هېواد په کچه ۱۶۱۰ ټنه تاریخ تېر درمل، روغتیایي او خوراکي محصولات هم له منځه وړل شوي دي.

د روغتیایي خدمتونو له وړاندې کوونکو ۱۸۰ موسسو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو لاسلیکول او د روغتیا سکټور کې د فعاله ۱۸۴ موسسو ثبتول په تېر کال کې د وزارت له نورو اقداماتو څخه دي.

د ولسوالیو په کچه د روغتیایي مرکزونو رامنځته کول، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ښه کول، د جمهوریت روغتون تجهیزول، د ساري ناروغیو کنټرول، د ماشومانو د فلج ناروغۍ له منځه وړل او د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو جوړول په روان کال کې د روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل شوي دي.