ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان لومړی وزیر په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی

د اوزبیکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د یوه پلاوي په مشرۍ نن شنبه(د زمري ۲۷مه) په یوه رسمي سفر کابل ته را رسېدلی.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د صنعت او سوداګري وزر نورالدین عزیزي او د یاد وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد یې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ د دغه سفر موخه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل ناسته کې ګډون او کابل کې د یاد هېواد د تولیداتو نندارتون پرانیستل دي.