ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د هرات ګمرک کې د اورلګېدنې له زیانمنو سره مالي مرسته کوي

د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی له پلازمېنې کابل څخه د هرات ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د اوښتو زیانونو ارزونې او څېړنې په موخه دې ولایت ته سفر کړی.

د دې پېښې د ارزونې په موخه طبیعي پېښو ته د رسېدو ملي ادارې په مشري د ځايي مسولینو تر منځ ناسته شوې.

په دې ناسته کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي له مل پلاوي سره د هرات له ګمرک څخه لیدنه کړې او زیانمنو ته یې ډاډ ورکړی، چې د یادې پېښې هر اړخیزه څېړنه به وکړي.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت به د اورلګېدنې د علت او مالي زیان له ارزونې وروسته هڅه وکړي، تر څو له زیانمنو سره اړینې مرستې وکړي.

ښاغلي ترابي له سوداګرو غوښتي، چې د اوښتو زیانونو په تړاو دې اړوند کمېټې ته راپور ورکړي.

د هرات د ګمرک رییس مولوي حامد احمد ویلي، چې د اورلګېدنې د زیان دقیقه اندازه تر اوسه نه معلومه، خو په سوځېدلو توکو کې خوارکي مواد، غالۍ، موټرسایکلونه او ځینې نور توکي شامل دي.

نوموړي د هرات ګمرک ته د لا زیاتې پاملرنې او اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د دې تر څنګ د پانګونې او سوداګرۍ د خونې مرستیال محمد یونس مهمند د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د اطفایې د سیسټم فعالولو غوښتنه کړې ده.