ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد د کونړ دانګام ولسوالۍ اړوند فرضي کرښه کې له ميشت ټولي او نوي جوړيدونکي پل څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او د ګڼ شمېر مسولينو په ملتیا د کونړ ولايت دانګام ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې بينشاهي کنډو کې له ميشت ټولي او هلته له نوې جوړېدونکې پوستې او پل څخه ليدنه وکړه.

نوموړي مجاهدينو ته د هېواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع په برخه کې اړینې توصيې کړې او د نورو پوستو جوړولو سربيره يې د هر اړخيزه امکاناتو او اکمالاتو ترسره کولو ژمنې کړې دي.

ورته مهال قومي مشرانو هم له ښاغلي مجاهد او نورو مسولینو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې په هر ډول حالاتو کې زموږ غوښتنو ته رسېدنه شوې ده.