ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت تامین او هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له دندو څخه دي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان له مرستیال والي قاري احمد طیب سره لیدنه وکړه.


په دې لیدنه کې د بدخشان د والي مرستیال د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همدارنګه په بدخشان کې د محلي ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین په دې ولایت کې په ټول توان خلکو ته د خدماتو برابرولو، د امنیت او ارامي د تامین کوښښ کوي او خپلې هڅې نه درېغوي.

قاري احمد طیب همدارنکه د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او د پراختیایي پروژو پلي کېدو، لکه: د اموسیند د سواحلو تحکیم او په بدخشان کې د مخابراتي خدماتو د انکشاف موضوعاتو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مشرانو یې غوښتي، چې پورتنیو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان له مرستیال والي سره په لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د امنیت تامین، په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدماتو، اسانتیاوو او ارامي برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسوولین به په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د نوموړي د غوښتنو په تړاو ویلي، چې اسلامي امارت به خپلو شته امکاناتو ته په پام سره پورتنیو مواردو ته رسیدنه وکړي.