د زمري ۲۴ مه نېټه (له اشغالګرو څخه د افغانستان د فتحې او خپلواکۍ درېیمه کلیزه) د پوهنې وزارت د مرکزي او ولایتي مسولینو، د ښوونیزو ناحیو امرینو، علماوو، استادانو، زده کوونکو، قومي مخورو او د بېلابېلو سیمو د خلکو استازو په ګډون د جلا جلا غونډو په ترڅ کې په شانداره او پرتمینو مراسمو سره ونمانځل شوه.
په پیل کې د پوهنې مرکزي او ولایتي مسولینو د افغانستان غیور، مجاهد پرور او مسلمان ولس ته د دغه نېکمرغه ورځې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د زمري ۲۴ مه له بهرنيو يرغلګرو څخه د هېواد د فتحې او خپلواکۍ تاریخي ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا پیغام ولوست، چې په يوه برخه کې يې داسې راغلي وو:
“له همدې فرصت څخه په استفادې سره د هېواد په ټولو علماء کرامو، مدرسینو، ښوونکو، طالب العلمانو او زده کوونکو غږ کوو، چې د هېواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د اقامې د لارې د پاکو شهیدانو د ارمانونو پوره کولو لپاره لستوڼي را بډ وهئ، خپلو تعلیمی دندو او مسئولیتونو ته پوره متوجه واوسئ او هڅه وکړئ، تر څو د تعلیم او ښوونې په واسطه زمونږ ګران هېواد د پرمختګ، رفاه، هوساینې، تمدن او ترقۍ تر ساحل پورې ورسوئ، د نړیوالو او ګاونډیانو له احتیاج څخه یې خلاص کړئ.”
د پوهنې وزارت مسئولینو او نورو ویناوالو په افغانستان کې د نړۍ د سترو زبرځواکونو ماتې او د افغان مېړني او شهید پرور ملت بریا د خورا سترو لاسته راوړنو څخه وبلله او ټول ولس ته یې د دغې عظیمې ورځې مبارکي وویله.
د پوهنې مسئولینو زیاته کړه، چې موږ هڅه کوو، تر څو د افغان ولس د هیلو پوره کولو لپاره د مدارسو او ښوونځیو د سنګرونو له لارې د هېواد د چټک پرمختګ په برخه کې خپل اسلامي او ملي مسئولیت ادا کړو.
ويناوالو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د زمري ۲۴مه په الله تعالی (جل جلا له) باندې د ټينګ ايمان او د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو د قوي استقامت پایله او د افغان مؤمن ملت له لویو ارمانونو څخه و، چې ورته ورسېدل.
همدا راز هغوی زیاته کړه، چې دغه تاریخي ورځ به د هېواد راتلونکو نسلونو ته د اسلامي امارت د مجاهدینو د خورا سختو مبارزو روښانه انځور وړاندې کړي.
یاد پرتمین مراسم د قرآن عظیم الشان په ختمونو، د مدارسو او ښوونځیو د زده کوونکو لخوا د نعتونو، ترانو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

