ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټاپي کمپنۍ رییس: د افغانستان په خاوره کې به د ټاپي نل‌لیکې غځولو عملي چارې ژر پیل شي

په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د دې هېواد د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو له لوري د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو پر وروستيو تياريو خبرې شوې.

د بهرنيو چارو وزير ترکمنستاني لوري ته څرګنده کړې، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې غځول د افغانستان اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې دي او د افغانستان بېلابېلو ارگانونو د ټاپي پروژې اړوندې چارې بشپړې کړې دي.

مولوي امير خان متقي هيله ښودلې، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې عملي چارې پيل شي.

د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف ویلي، چې ترکمنستان پخپله خاوره کې د افغانستان تر پولې نل‌ليکه غځولې او ډاډ يې ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې هم د ټاپي نل‌ليکې د غځولو چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی او عملي چارې به یې ژر پيل شي.