د زمري ۲۴مه د (فتحې ورځ) د کابل بګرام کې د یو لړ ځانګړو او شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې ګڼو لوړ پوړ چارواکو ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یادو مراسمو کې وايي، چې دا ورځ د افغانستان د تاریخ له زرینو بابونه څخه ده او په همدې ورځ د افغان مجاهد ولس سرښندنو رنګ راوړ او هېواد کې پینځه لسیزې جګړې پای ته ورسېدې.
نوموړی زیاتوي، چې د امریکایي (غربي) اشغال په پای ته رسېدو سره د قدرت رامنځته شوې جزیرې له منځه ولاړې او هېواد کې د ابادۍ، رفاه او ورورولۍ فضا رامنځته شوه.

مولوي عبدالکبیر له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو غوښتني، چې افغان کډوالو سره دې له ناوړ چلند ډډه وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې کډوالو ته دې زمېنه برابره شي، ترڅو پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي او له نړیوالو سازمانونو یې هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د عمومي بښنې فرمان صادرولو د هېوادوالو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي زمېنه برابره کړې ده.
ښاغلي حنفي زیاتوي، چې اسلامي امارت د شرعي نظام لا پیاوړتیا او هر ډول قومي او ژبني تعصب له منځه وړلو په موخه جدي هڅې پیل کړې دي.

د مولوي عبدالسلام حنفي په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درېیو کلنو کې ثابته کړه، چې هېواد مو ازاد، خپلواک او د هېچا تر اثر لاندې نه دی.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د زمري ۲۴مې (فتحې ورځې) نمانځنې په تړاو مراسمو کې وايي، چې افغان مجاهد او قهرمان ولس په خپلو بې سارو قربانیو سره خپل سپېڅلی ارمان (خپلواکي) ترلاسه کړه.
خلیفه سراجالدین حقاني د فلسطین مظلوم ولس ته په خطاب کې ویلي:” لکه څنګه چې افغانانو تر اوږدې او ستونزمنې مبارزې وروسته ازادي ترلاسه کړه، داسې ورځ په تاسو هم راتلونکې ده او خپله خپلواکۍ به ترلاسه کړئ.

بګرام کې د افغانستان د فتحې او له اشغال څخه د هېواد د ازادۍ په مناسبت ستر پوځي پرېډ هم ترسره شو.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت د یاد پرېډ قطعات معاینه کړل.
دغهراز په دې ستر پوځي پرېډ کې د مليدفاع وزارت بېلابېل ډوله پوځي وسایط د هوايي ځواک په ملتیا د لوژ مخې ته تېر شول.


