د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه زرینه ورځ ده. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې یو ځل بیا د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو او امریکايي اشغال پای ته ورسېد.
په دې ورځ حق بریالی شو او افغان ولس بیا ځلې د خپلواکي په فضا کې د ارام ساه واخیسته.
د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو په پوره مېړانه امریکايي یرغلګرو ته ماتې ورکړه او د هېواد په تاریخ کې یې یو نوی باب پرانیست.
د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ، چې شل کلن اشغال پای ته پکې ورسېد او هېواد مو خپلواک شو، د افغانانو په ذهنونو کې د هېواد د برم او دبدبې ورځ ده او نه هېرېدونکې یې ګڼي.
امریکا څه وخت په افغانستان یرغل وکړ؟
امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د پېښې په پلمه د اکتوبر په ۷مه په افغانستان یرغل وکړ.
امریکا په افغانستان کې شاوخوا شل کاله جګړه وکړه، چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.
افغانستان کې د امریکا وحشتونه او زور زیاتي:
امریکا او متحدینو یې په دغه شل کلنه جګړه کې دومره وحشتونه او ظلمونه وکړل، چې د تل لپاره به د انسانیت پر لمن تور داغ وي.
بې شمېره انسانان یې شهیدان کړل، ړندې بمبارۍ یې وکړې، کلي او کورونه یې وران کړل، ښځې یې کونډې کړې او زرګونه ماشومان یې یتیمان کړل.
د امریکا شل کلنه تحمیلي جګړه د افغان په خاوره د نویو وحشتونو او ناخوالو پیل و. پر افغانانو یې خپله خاوره او خپله سیمه سور تنور ګرځولې وه، حتا ښځې او ماشومان یې هم قرباني کړل.
په دغه شل کلنه خونړۍ جګړه کې هر ډول جنایتونه تر سره شول. کروندګر په کروندو کې، ماشومان په ښوونځيو او روغتونونو کې، ښځې او سپينږیري په کورونو کې تر ړندو بریدونو لاندې شهیدان شول او وروسته بیا هغه محاکم او بنسټونه هم تحریم کړل شول، چې دا جنایتونه یې څېړل.
موږ د یوه داسې خونړي جنګ ښکار وو، چې ودونه مو هم د ړندو بمباریو ښکار شوي وو. د نشهیي توکو کښت په کراتو زیات او قاچاق يې خورا پياوړی و. دولت جوړونه په دولت وېشنه، بیارغونه په ویجاړۍ او اقتصادي وده په بېکارۍ بدل شوي وو او اداري فساد افغانستان د نړۍ لومړی مفسد هېواد کړ.
امریکايي اشغال او ټولنیزې ستونزې:
امریکايي اشغال افغان ملت ته ګڼې ستونزې وزېږولې. ملي يووالی يې په قومي جوړښتونو بدل او د ملت جوړونې پر ځای يې ملیت پالنه رامنځته کړه.
لنډه دا هر هغه څه يې تر سره کړل چې زموږ د ملي ګټو او ملي دودونو او رواجونو خلاف او د دوی ګټې پکې خوندي وې. زموږ ملي او بنسټيزې پروژې او د کانونو کېندل یې په صفر کې ضرب کړل.
د جنګ د پای ته رسېدو پر ځای يې د دوام لپاره د سون توکو د برابرولو هڅه کوله او غوښتل یې، چې افغانستان کې د قومونو تر منځ تفرقه رامنځته او د دین، ژبې او قوم په نومونو یې ووېشي.
امریکایي یرغلګرو پر وژنو، ربړونو، تعذیبونو، لوټمارۍ، بي امنۍ او عامه فساد سربیره ګڼې نورې ټولنیزې ستونزې هم وزيږولې، قومي او ژبني اختلافات يې را وټوکول، ځوان نسل يې له خپلو ویاړونو لرې او په غربي بد اخلاقیو ککړ کړ.
زموږ ډيری ځوانان يې پر اخلاقي فساد سربېره په نشهیي توکو روږدي کړل.
نشهيي توکي عامول، قمار، بد اخلاقي او په عبث شیانو د ځوانانو مصروفول د دغه کلتوري یرغل ښکاره بېلګې دي.
دغه راز په ښځو کې یې بې حجابي دود کړه او تر ډېره یې هڅه کوله، چې افغان ښځې له دین او خپل کلتور څخه لرې او په غربي دود او دستور رنګ کړي.
د امریکايي اشغال د ماتې پیل:
امریکا په افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه وکړه او ویې لیدل، چې دا خاوره او خلک نه تسلمېږي او تر خپل استعمار لاندې راوستل یې ناشوني دي.
په دې جګړه کې یې خپله ماتې حتمي لیدله او پوهېدل چې له ځاني او مالي درنو تلفاتو سره، سره به له افغانستان څخه ټیټې سترګې وځي؛ له همدې امله یې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره د روغې جوړې خبرې پیل کړې.
د اسلامي امارت او امریکا تر منځ مذاکراتو ډېر وخت دوام وکړ. څو کاله پرلهپسې خبرې روانې وې، چې بالاخره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري پر ۲۹مه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د دوحې تړون لاسلیک شو. همدغه تړون د اسلامي نظام د بیا راتګ او د امریکا د ماتې پيلامه شوه.
د دوحې تړون کې امريکا مجبوره وه د اسلامي امارت هغه اوږده سياسي او نظامي مبارزه تاييد کړي، چې په پایله کې يې مظلوم افغانان له اشغال وروسته داسي يو افغانستان وويني، چې پر خپلو پښو ولاړ او د يوه بشپړ اسلامي نظام درلودونکی وي.
د اسلامي امارت له لوري د هېواد فتحه:
د دوحې له تړون دوه کاله او څو میاشتې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو یو پر بل پسې د هېواد ولسوالۍ او ولایتونو فتحه کړل او په لسو ورځو کې د کابل شاوخوا ته را ورسېدل.
د اسلامي امارت ځواکونه چې کله د کابل شاوخوا ته را ورسېدل مشرانو د یوې اعلامیې له لارې خپلو ځواکونو ته امر وکړ، چې کابل ښار ته له ننوتلو ډډه وکړي او د ښار په دروازو کې د خپلو مشرانو امر ته په تمه شي.
خو وروسته له هغې چې د د تېرې ادارې ولسمشر محمد اشرف غني کابل پرېښود، د ښار په یو شمېر سیمو کې پولیسو وسلې کېښودې او خلکو د دولتي املاکو په چور او تالان لاس پورې کړ او له همدې امله په یوه اعلامیه کې کابل ښار ته د ځواکونو ننوتلو امر وشو.
په اعلامیه کې راغلي وو:
اسلامي امارت سهار په اعلامیه کې ویلي وو، چې زموږ ځواکونه له کابل څخه د باندې دي او نه غواړو له نظامي لارې کابل ته داخل شو.
خو اوس راپورونه رارسېږي چې د کابل په ښار کې حوزې تخلیه شوې او پولیسو د امنیت ساتلو دنده پریښې ده. همدا ډول وزارتونه هم تخلیه شوي او د کابل ادارې امنیتي کسان تښتیدلي دي.
کابل کې د چور او تالان د مخنیوي او سوء استفاده کوونکو افرادو د ضرر مخنیوي په موخه اسلامي امارت خپلو ځواکونوته امر وکړ، چې د کابل هغو سیمو ته داخل شي له کومو څخه چې دښمن تللی او سیمې د چور او تالان له خطر سره مخ دي.
هماغه وو چې د اسلامي امارت ځواکونه د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه کابل ته ننوتل او د یوه خپلواک او بشپړ اسلامي نظام بنسټ یې کېښود.

