ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو روان وحشت؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۸۸ نور ټپیان شوي دي

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۹ زره او ۹۲۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۲ زره او ۲۴۰ نور ټپیان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم وحشي بریدونه دوام لري او هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان کېږي.

د فلسطین د احصایې مرکزي دفتر د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهېسې تر دې دمه د غزې تړانګې ۱.۸ سلنه وګړي شهیدان شوي.

د یاد راپور پر اساس؛ د دغو شهیدانو ۷۵ سلنه یې له ۳۰ کلونو کم عمر کسان دي.