ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کليو بيارغونې او پراختيا وزیر د واخان ولسوالۍ د قرغز له ولسونو سره لیدنه کړې

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير ملا محمد يونس اخندزاده بدخشان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د قرغز له ولسونو سره لیدنه کړې.

يادو ولسونو د کليو بيارغونې او پراختيا وزير ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ موږ ډېر خوشحاله يو چې د اسلامې امارت له بیا حاکمیت وروسته واخان ولسوالۍ ته ډېره پاملرنه او زموږ ستونزو ته رسېدنه کیږي.

دوی زیاته کړې؛ د کلینیک، مدرسې، ښوونځي او مخابراتي انتن نصبول هغه څه دي، چې موږ یې په دومره لږ وخت کې هیله نه درلوده.

ملا محمد يونس اخندزاده ویلي، چې موږ د نورو سیمو په څير د واخان ولسوالۍ د اوسیدونکو اړتیاوو ته پر وخت رسیدنه کوو او په ځانګړي ډول هغو سيمو ته چې له خدمت څخه محرومې پاتې دي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې یاد وزارت به دغو ولسونو ته د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې کار وکړي او د خپلو امکاناتو سره سم به هر ډول اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملا محمد یونس اخندزاده په مشري پلاوي تازه په دې سیمه کې د امام ابوحنیفه رح په نوم یوه مدرسه او لیلیه یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.