ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو د رسېدنې په موخه اړینې اسانتیاوې برابروو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري، د هېواد د ځینو صادروونکو سوداګر په حضور کې، له یوه اوزببکستاني سوداګر او یوه افغان سوداګر سره، چې د روسیې په فدراتیف جمهوریت کې فعالیت لري، لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او په تېره بیا د هېواد د تازه میوو د سم او معیاري پروسس او بهرنیو هېوادونو، لکه؛ د روسیې په فدراسیون کې د هغوی لپاره د بازار موندنې په تړاو خبرې اترې وشوې.

د لیدنې په پای کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه ویلي، چې موږ به د روسیې هېواد بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او په تېره بیا تازه مېوو د رسیدنې لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړو.

په همدې تړاو اوزبیکستاني او افغان سوداګر روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو د لېږد او هلته د بازار موندنې په تړاو خپله اړینه مرسته اعلان کړې ده.